په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، د افغانستان د دفاع سرپرست له خپل امریکایي سیال سره په  یوې ټیلیفوني اړیکه کې د سټراټیژیکو او پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې بېګاه شپه د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین له بسم الله محمدي سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او د جګړو ډېرېدل یې هر اړخیزې هوکړې ته د رسېدو لپاره ستر خنډ په کوته کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا دفاع وزیر افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټينګېدو لپاره د سولې خبرو اترو د رامنځ ته شوي فرصت پر اهمیت هم ټينګار کړی دی. نوموړي د ترهګرو په ځپلو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د ستاینې وړ بللي دي.

په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر ویلي چې دغه هېواد به له افغان امنیتي ځواکونو سره په اوږ مهالي توګه د پوځي زده‌کړو، تمویل او تجهیز په برخه کې به له دوی سره مرستې وکړي او له افغان حکومت سره پر دوامداره ګډون او خپلو کړیو ژمنو ولاړ دی.



په همدې حال کې د دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د امریکا له مرستو مننه وکړه او د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو پر ګډې همکارۍ یې ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی. وسله‌والوطالبانو په تېرو دوو میاشتو کې نېږدې ۱۰۰ ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅونوالو په مرسته بیا له طالبانو څخه یو‌شمېر ولسوالۍ بېرته نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام