د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل کلني رپوټ کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان د بشري حقونو او دیموکراتیکو لاسته راوړنو څخه لرې شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، افغانستان بشري بحران سره هم مخ شوی دی. دغه رپوټ کې اسلامي امارت د واک په انحصار تورن شوی او ویل شوي چې د حکومت کابینه کې یې د نورو قومونو استازي نه دي ځای کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راپور کې راغلي: «افغانستان کې د اسلامي امارت تسلط د بشري بحران او د بشري حقونو د جدي نقض لامل شوی. د ښځو، معترضانو او خبریالانو خپل‌سره نیونې، غچ اخیستونکي بریدونه او د سیاست او زده‌کړو له برخې څخه د ښځو د سیاسي مشارکت مخنیوی، د بشري حقونو د نقض له جدي مواردو څخه دي.»

په همدې حال کې د بشري حقونو فعالان او د ښځو یو‌شمېر ملاتړي د دغه رپوټ په تړاو وايي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید په دغسې رپوټونو او اعلامیو اتکا ونه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز سلام‌وطندار سره د خبرو پرمهال هېواد کې د وروستیو بدلونونو لامل، بهرني فکټورونه بولي. د هغې په باور، که دغه نړیوال غواړي ریښتیا هم د افغانستان او ښځو وضعیت ښه‌والي لپاره اقدام وکړي، ټولو غوراويو څخه کار اخیستی شي.

دې‌سره هم‌مهاله، د ښځو او بشري حقونو بله فعاله راحیل تلاش له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه غواړي چې د دغو اندېښنو پر ځای په اسلامي امارت فشار راوړي، څو د افغانستان د وضعیت‌ ښه‌والي لپاره حل لاره پیدا شي.

تر دې وړاندې د فرانسې د پارلمان ۵۰ غړیو یوه لیک کې د دغه هېواد ولسمشر څخه غوښتي وو چې د اسلامي امارت د مسوولانو پر بهرنیو سفرونو بندیز ولګوي.

لیک کې غوښتل شوي و، تر هغه چې امارت پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی، فشارونه دې دوام وکړي. هڅه مو وکړه د موضوع په اړه د اسلامي امارت نظر ولرو، خو د تېر په څېر پرې بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې دې وروستیو کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د بشري حقونو نقض ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، اسلامي امارت هېواد کې د بشري حقونو ټول موارد رعایت کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام