د بشري حقونو څار سازمان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنۍ راپور کې ویلي چې په تېر اګست میاشت کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې اوږد مهاله جګړه د بشري ناورین او بشري حقونو بحران ته لاره هواره کړه.

په راپور کې راغلي چې په تېر میلادي کال کې د ښځو او د رسنیو ټولې لاسته راوړنې شاتګ کړی. د راپور له مخې، په دې موده کې تاوتریخوالي او ګواښونه زیات شوي او افغانان له لوږي سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بشري حقونو څار سازمان په دغه راپور کې ویلي چې د نجونو ښوونځي تړل شوي او ښځې د عامې روغتیا برخې پرته نورو برخو کې له کار کولو منع دي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې په تېرو دوو لسیزو کې د بیان ازادۍ او رسنۍ له محدودیتونو سره مخ دي. خبریالان نیول شوي، ځورول شوي او ځینې یې له هېواد څخه وتلي دي. ځیني رسنۍ بندې شوي او یا هم خپلې خپرونې سانسور کړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان په وروستیو میاشتو کې د ملي امنیت د پخوانیو کارکوونکو، پخوانیو حکومتي چارواکو او یا د هغوی د کورنیو د غړو د ګواښونو او نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه هېواد بحران په ناورین بدل کړی او په میلیونونو افغانان د عاید له لاسه ورکولو، په بازارونو کې د نقدو پیسو له نشتوالي او د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو له امله د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

په راپور کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د اسلامي امارت او د تېر حکومت د ځواکونو تر منځ اوږدې نښتې ملکیانو ته درانه تلفات اړولي او پر جوماتونو او ښوونځیو د داعش د بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکیان وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې مخکې یو شمېر نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د نړۍ تر ټولو ناوړه بحران بللی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۰ کال کې یو راپور خپور کړ، په دغه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې په پراخه کچه بشري حقونه نقض شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام