د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو ناسته پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه.

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د پولو د امنیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او خپلو پولو کې یې د امنیت پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغې ناستې په پای کې په یوې خپرې شوې ګډې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولیز امنیت تړون سازمان په افغانستان او نورو سرحدي سیمو کې وضعیت ته په پام، د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د امنیت خوندیتوب په اړه چمتووالی لري.

په دغه ناسته کې د قزاقستان ولسمشر قاسم‌جومارت توقایف ویلي چې افغانستان کې بې‌ثباتي او د ترهګرو ډلو فعالیتونه د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو امنیت او ثبات ګواښي.

د قزاقستان ولسمشر ټينګار کړی چې د افغانستان له خاورې احتمالي ګواښونو ته په پام، د منځنۍ اسیا هېوادونو د پولو امنیت خوندیتوب ته باید پام ډېر شي.

په همدې حال کې د شانګهای د همکاریو سازمان غړیو پرون په هند کې د دغه سازمان په یوه ناسته کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

دغه ناسته چې تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي، د سیمې هېوادونو استازي به په‌کې افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه، خو اسلامي امارت ټينګار کړی چې اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان له خاورې بل هېواد ته ګواښ پېښ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام