د صنعتي ټولنو مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال هغه اندېښنې رد کړې چې ګواکې افغانستان د درملو له کمښت سره مخ دی.

د افغانستان د روغتیايي محصولاتو او د درملو د صنعت ټولنې رییس کمال‌الدین کاکړ وايي، د افغانستان کارخونو کې د درملو د تولید ظرفیت لوړ دی، خو د دغو درملو لپاره مناسب مارکېټ شتون نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې هېواد کې د درملو ۸۶ کارخونې فعالیت کوي چې له دې ډلې ۵۵ کارخونې په مستیقمه توګه د درملو تولید په برخه کې کار کوي.

د هغه په وینا، دغو کارخونو کې ۳۶۰ ډوله درمل تولیدیږي او ۱۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم توګه د کار زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې حکومت باید د تولیدي سکټور پر وړاندې د شته ستونزو د حل په برخه کې همکاري او د درملو د قاچاق مخه ونیسي.

په ورته مهال کاکړ د درملو د قوانینو په برخه کې وايي چې د درملو قانون د جمهوريت پرمهال جوړ شوی قانون دی او په وینا یې، هر نوی قانون چې دې برخه کې رامنځ ته کېږي، باید له دوی سره شریک شي.

بل‌خوا د افغانستان د طبي محصولاتو او درملیزو متشبیثینو ټولنې سرپرست ګل‌حلیم حلیم په دغه غونډه کې وايي، د بهرنیو محدودیتونو او اقتصادي فشارونو سربېره، دوی اوس هم خلکو ته د تېر په څېر درمل وړاندې کوي.

هغه د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د خوړو او درملو ادارې څخه غواړي چې د قانون په چوکاټ کې د باکیفیته درملو واردولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت ته په کار ده، څو تولیدي کارخونو څخه ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د افغانستان د درملو پلورونکې ټولنې خبرداری ورکړی و چې افغانستان په بې‌مخینې توګه د درملو له کمښت سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام