نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي، څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو غوښتل د یاد ولایت د چهاربرجک ولسوالي په «دک» سیمه کې د ځان لپاره پوستې جوړې کړي چې پرون یې د اسلامي امارت ځواکونو مخه نیولې ده.

د سرچینې په وینا، پاکستاني پوځیانو هوډ درلود چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۵ کیلو مټره په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې دننه، پوستې او نور تاسیسات جوړ کړي چې د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب پاکستاني پوځیانو شاه‌تګ کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه زیاتوي چې په سیمه کې له پاکستاني ځواکونو څخه په زیاته اندازه اوسپنې او وسایل پاتې دي. د اسلامي امارت محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د ننګرهار په لعل‌پورې ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پاکستاني پوځيانو د تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام