د کډوالو نړیوال سازمان: سږکال سلګونه زره افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې ۲۰۲۱ کال د افغانانو لپاره د کډوالۍ په برخه کې له کړاوه ډک و چې په دغه کال کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه، ګن‌شمېر له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي او تر یوه میلیونه نور بیا له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د کډوالو ادارې د سلګونه افغانانو د بشردوستانه ویزو غوښتنې رد کړي

اسوشیټډپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او خدمتونو فدرالي ادارې د سلګونه افغانانو چې غوښتل یې په لنډمهالې توګه امریکا کې پاتې شي، د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د رپوټ له مخې، د دغو غوښتنو ردول د وېزو غوښتونکو د ناهیلۍ لامل شوي چې له ګواښ سره مخ دي.

د اسلامي امارت ځواکونو نیمروز کې د پاکستاني پوځ د تاسیساتو مخه نیولې

 نیمروز ولایت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو غوښتل د یاد ولایت د چهاربرجک ولسوالي په «دک» سیمه کې د ځان لپاره پوستې جوړې کړي چې پرون یې د اسلامي امارت ځواکونو مخه نیولې ده.