د برښنا شرکت ویلي چې هېواد ته له ازبکستان څخه د لېږدونکې برښنا تړون یې د یوه کال لپاره نوی کړی او دغه هېواد به د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه افغانستان ته برښنا ورکړي.

 دغه شرکت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه قرارداد نن د برښنا شرکت د اجراییه رییس او د ازبکستان د ملي برښنا شرکت د رییس دادا‌جان ایساکولوف ترمنځ په هغه هېواد کې لاسلیک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لېږدونکې برښنا د قرارداد تازه کول، د درې ورځنیو خبرو په موده کې د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شوی دی. د خبرپاڼې پربنسټ، یاد قرارداد د ۱۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت دی چې د یوه کال په موده کې به ازبکستان ۲میلیارډه کیلوواټه برښنا افغانستان ته ورکوي.

برښنا شرکت همداراز ویلي چې په دغه سفر کې د سرخان-پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا د پروژې په اړه هم خبرې شوي چې تېرکال لاسلیک شوی و. د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، افغان پلاوي ازبکستان هېواد ته د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د درول شویو پروژو د پیلېدو په موخه د امنیت خوندیتوب او نورو برخو کې هر راز مرستې ته چمتو دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې برښنا شرکت له تاجکستان څخه د لېږدېدونکو برښنا قرارداد هم د راتلونکي کال تر وروستیو پورې تازه کړی دی. خو له دې ټولو سره سره د ژمي په پیلېدو سره د کابل په ګډون په یو‌شمېر ولایتونو کې د پرچاوۍ ستونزې ډېرې شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام