اسوشیټډپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او خدمتونو فدرالي ادارې د سلګونه افغانانو چې غوښتل یې په لنډمهالې توګه امریکا کې پاتې شي، د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د رپوټ له مخې، د دغو غوښتنو ردول د وېزو غوښتونکو د ناهیلۍ لامل شوي چې له ګواښ سره مخ دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا د کډوالۍ ادارې چارواکو په روانه اوونۍ کې د هغو سلګونو افغانانو چې د بشردوستانه او په لنډمهالې توګه په امریکا کې د پاتې‌کېدو له امله د ویزو غوښتنه کړې وه، د رد ځواب ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو د حقونو ملاتړ کوونکو اسوشیټډپرس ته ویلي چې د بشردوستانه وېزو د غوښتنلیکونو ردولو د زیانمنونکو افغانانو د ملاتړ پر ژمنو د بایډن دولت نه عمل دی چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې کړې وې. د دوی په وینا، زیانمنونکو کسانو هیله‌ لرله چې ویزې به ترلاسه کړي.

د امریکا د کډوالۍ خدمتونو فډرالي ادارې ویاندې ویکتوریا پالمر ویلي چې د امریکايي ځواکونو له وتو راهیسې د امریکا، د کډوالۍ خدماتو ادارې د بشردوستانه وېزو لپاره د څه د پاسه ۳۵ زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. د هغې په وینا، له دې ډلې د ۴۷۰ تنو غوښتنې رد او د څه د پاسه ۱۴۰ تنو نورو تایید شوې دي.

د امریکا د کډوالۍ د فډرالې ادارې ویاندې ټينګا  کړی چې بشردوستانه وېزې د بېړنیو شرایطو لپاره په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې نه ده چې د کډوالو په توګه ومنل شي. د هغې په خبره، هر کال له ټولې نړۍ څخه د امریکا بشردوستانه ویزو ته ۲۰۰۰کسان غوښتنلیکونه لېږلي چې له ډلې یې یوازې ۵۰۰ کسان ته ویزې ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې امریکا ویلي، افغانستان کې له ګواښ سره مخ کسانو، امریکايي وګړو او افغان همکارانو رايستل به له ټاکلي مودې پرته دوام ولري. د رپوټونو پربنسټ، له افغانستان څخه د امریکا له وتلو تراوسه شاوخوا ۲۲۰۰۰ افغانان امریکا ته لېږدول شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام