Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران په ځانمرګو بریدونو کې یوولس افغانان وژل شوي

حمله‌های انتحاری در ایران

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کرمان ولایت کې د دوو ورځو وړاندې ځانمرګو بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو په ډله کې یوولس افغانان هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان لپاره د ایران ولسمشر د ځانګړي استازي د رسنیو برخې مرستیال مهدي‌پور له قوله لیکلي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یوولس افغانان چې هلته د زیارت لپاره تللي وو، هم شامل دي.

دغه ځانمرګي بریدونه د مرغومي په دیارلسمه، د چهارشنبې ورځ هغه مهال وشول چې سلګونه کسان د قاسم سلیماني د څلورم تلین نمانځلو لپاره را ټول شوي وو. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان دي.

داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې د دغو ځانمرګو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې ۳۰۰ کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

داعش ډلې ویلي چې یاد ځانمرګي بریدونه عمر موحد او سیف‌الله مجاهد چې د دوی غړي وو، کړي دي. دغو بریدونو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام