Asset 1SWN

داعش ډلې په ایران کې د ځانمرګو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست

IMG_20240104_234539_605-qhtu7sjfgiuedyo4q150hs8v8kcaq2cset2dplio3s

داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران د قدس سپاه‌پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین پر مراسمو د پرون ورځې خونړيو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړې، لیکلي چې په یادو بریدونو کې ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. داعش ډلې ویلي چې یاد بریدونه د «عمر موحد» او «سیف‌الله مجاهد» له لوري شوي او په خبره یې، دوی خپل ځانمرګي واسکټونه د خلکو په منځ کې چاودلي دي.

دغه بریدونه د مرغومي په دیارلسمه، د چهارشنبې ورځ په مازدیګر هغه مهال وشول چې سلګونه کسان د ایران د کرمان په ګلزار شهدا کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین نمانځلو لپاره را ټول شوي وو. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په یادو بریدونو کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې لومړنی برید د ماسپښین درې بجې او دویم هم په ۰۳:۲۰ دقیقو هغه مهال شوی چې خلک د لومړي برید د ټپیانو پر ژغورلو لګیا وو.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه بریدونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. قاسم سلیماني څلور کاله وړاندې په عراق کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو له لوري په برید کې ووژل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام