سراج: د داعش ډلې ۶۰ سلنه غړي پاکستانیان دي

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت سرتېرو د داعش ډلې ۴۰۸ مهم غړي نیولي چې ډېری یې پاکستانیان دي. هغه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۱۷۳ ماشومان او ۲۹۹ پاکستانیان شامل دي او په خبره یې، د داعش ډلې ۶۰ سلنه جنګیالي پاکستانیان دي. سراج داعش ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، که د سیمې هېوادونه یې د کنټرول په برخه کې همکاري ونه کړي، یو ځل بیا به پر پښو ودرېږي.