د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت سرتېرو د داعش ډلې ۴۰۸ مهم غړي نیولي چې ډېری یې پاکستانیان دي. د نوموړي په وینا، په نیول شویو کسانو کې ۱۷۳ ماشومان او ۲۹۹ پاکستانیان شامل دي چې په خبره یې، د پاکستاني وګړو شمېر ځکه زیات دی چې د داعش ډلې ۶۰ سلنه جنګیالي په دغه هېواد پورې تړلي دي.

سراج داعش ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، که د سیمې هېوادونه یې د کنټرول په برخه کې همکاري ونه کړي، یو ځل بیا به پر پښو ودرېږي.

د ملي امنیت عمومي رییس زیاتوي، سیمې ته د داعش ډلې ګواښ را کم شوی او اوس یوازې د افغانستان لپاره ګواښ ده او که د سیمې په کچه یې پر وړاندې اقدام ونه شي، د سیمې هېوادونو ته به هم پر یوه ګواښ بدله شي.

د ملي امنیت عمومي ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په نیول شویو کسانو کې پر ښځو او نارینه‌وو سربېره ۱۷۳ ماشومان هم شامل دي.

نیول شوي کسان د پاکستان، تاجکستان، قرغستان، روسیې، چین، ترکیې، اردن، ایران، اندونیزیا، الجزایر، هند، بنګله‌دېش او مالدیف هېوادونو پورې تړاو لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام