Asset 1SWN

ننګرهار کې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو مسوول ونيول شو

BAC9E92E-29CE-44B9-B45C-C3D43F468FDE_cx2_cy8_cw31_w1200_r1-ox52q7to72ja5yiunuxynrft0vg41ya8t2wnorfhjo

 

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی سلام‌وطندار ته وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو «۰۲قطعې» د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د اخندزاده ګانو کلي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې پايله کې يې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو مسوول نیولی دی.

د نوموړي په وينا، دغه کس محمد نبي نومېږي، په ایوبي مشهور دی او له نوموړي یو میل توفنګچه هم نيول شوې ده.

خوږیاڼی زياتوي چې همداراز د جلال اباد ښار نهمه ناحیه خوشګمبد سیمه کې د داعش ډلې یو قاضي او اداري امر قاضي امین مشهور په ابو معاویه» د مقاومت په ترڅ کې وژل شوی دی.

نوموړی وايي، ځانګړو ځواکونو له وژل شوي کس نه یو میل کلاشنکوف هم نيولی دی.

د يادولو ده چې یاد کس په تېر کې د داعش ډلې عمومي نظامي مشر شېخ ابو عمر ته کار کاوه.

داعش ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام