Asset 1SWN

پر کابل پوهنتون د برید پر يوه طراح د اعدام حکم وشو

156580360_4029086733778332_6025993978842579564_o-p3pzq7qtummd53zhdbemea1e6inx1ho7frpm6q8fbo

 

د افغانستان ستره محکمه وایي، د بګرام زندان استیناف محکمې پر کابل پوهنتون د برید طراحان عادل شاه په اعدام محکوم کړی دی او همداراز پر کابل پوهنتون بریدګر به یاد پوهنتون ته ۳میلیونه افغانیو اوښتي زیان تاوان ورکوي.

له يادې محکمې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پر کابل پوهنتون دوه اصلي برید کوونکي، عادل شاه او عبدالله حماد د داعش ډلې غړیتوب، هدفي وژنو، تزویر او انسان تښتونو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

د استیناف محکمې عادل چې د «ارش او طلحه» په نوم شهرت لري په کابل پوهنتون د برید او د حکومتي کارکوونکيو د وژنې په تړاو پر اعدام محکوم کړی دی. د داعش ډلې غړیتوب کې پر ۲۱ کاله بند، د تزویر له کبله په ۳ کاله او انسان تښتونو په پينځو قضيو کې پر دولس دولس کاله بند محکوم کړی دی.

همدارنګه د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، يو بل تورن عبیدالله چې پر «حماد» شهرت لري، د یوې تروریستي ډلې مشري کولو او د داعش غړیتوب په تور په ۲۵ کاله بند، د تښتونې له کبله پر ۱۲ کاله بند او همداراز د وژنو په تور په اعدام محکوم شوی دی.

یادې محکمې دغه راز عبدالکبار، خدا بخش او اظهار الدین ته د ملي خیانت، ترهګرو سره داړیکو او غیر قانوني وسلو لېږد په تور له دوو کالو تر اوږده بند سزا اورولې ده.

خبرپاڼه وایي، چې یادو کسانو د انسان تښتونو، ترهګرو سره د اړیکو، هدفي وژنو، ملي خیانت او غیر قانوني وسلو لېږد کې لاس درلود.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، مبین د عزیز احمد زوی، د پوره اسنادو نشتوالي او د دلایلو په راوړولو برات ترلاسه کړی دی.

سترې محکمې ویلي، په تښتونو تورن کسان به له دې درکه ۲۲۰۰۰۰ تر لاسه شوي ډالر بېرته زیانمنوته تسلیموي.

پر کابل پوهنتون د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲ مه نېټه درې بریدګرو برید وکړ چې په لسګونو محصلانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام