Asset 1SWN

«پر کابل پوهنتون د بريد طراح ونيول شو»

1440x810_cmsv2_26cfe82c-4c99-5ffa-8f6b-18fcd0aa2805-5101544-oxvh8wolh3cn4imxpm3qguj3wv3ouf3p2m7h0iat1k

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د بريد طراح يې نيولی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو  پوهنځی لوستی دی.

صالح ويلي، عادل د حقاني شبکې غړي ثنا‌الله له‌خوا جذب او د دې برید لپاره ګومارل شوی.

نوموړي زياته کړې چې عادل وسلې خوست ولایت کې د حقاني شبکې او د ثناءالله په لارښوونې ترلاسه کړې وې.

صالح ويلي، هغو کسانو چې دغه بريد کړی « حزب التحریر- طالب- داعش»څو هويته دي او په بېلابېلو وختونو کې له بېلابېلو لقبونو کار اخلي.

نیول شوي عادل نومي ویلي، هغه ته په حکومت د فشار راوستو لپاره د دغه برید د ترسره کولو ویل شوي وو، څو حکومت نوم‌بدی شي او د خلکو روحیه ضعیفه کړي.

د لړم مياشتې پر دولسمه نېټه سهار مهال وسله‌والو بريدګرو پر کابل پوهنتون برید وکړ چې له کبله يې ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شول.

که څه هم طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړي او داعش یې مسوولیت منلی؛ خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام