Asset 1SWN

صالح: پر کابل پوهنتون بریدګرو خپلې ګوتې په لاسي بمونو الوځولي

University-4-oy5jpz0rdyj25xgz63uj4epqj4p3qczwiqycs5236c

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو یې نوې موندنې ښيي چې ترهګرو تر برید وروسته خپلې ګوتې پرې کړي او لاسونه یې په بمونو الوځولي دي. نوموړی وايي، دغه کار ښيي چې ترهګر پوهول شوي وو چې د نه پېژندګلوۍ لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي او له منځه یې یوسي.

د ولسمشر لومړي مرستیال نن د دوشنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پر کابل پوهنتون، کوثر ښونیز مرکز او دغه راز د وروستیو هدفي وژنو په اړه نوې موندنې شوي.

نوموړی وايي: « کله چې بریدګر په دې پوه شوي چې امنیتي ځواکونه د بامونو په سوري کولو سره دوی ته رسېږي په لاسونو کې یې بمونو ته چاودنه ورکړې او ځان وژنې یې کړې دي. دغه کار ښيي چې هغوی پوهول شوي وو چې د نه پېژندګلوۍ لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي.»

د امرالله صالح په وینا، ګمان کوي چې دغه بریدګر له دې وړاندې هم د جرمونو په تور نیول شوي او بایومتریک شوي وو، نو ځکه یې د نه پېژندلو لپاره خپل لاسونه او ګوتې په بمونو الوځولي.

پر کابل پوهنتون د تېرې دوشنبې د ورځې په بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۰ ټپيان شول.

د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست؛ خو د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، دا بريد طالبانو کړی دی. طالبانو بيا ياد بريد کې لاس لرل رد کړل.

د صالح په خبره چې د پر کابل پوهنتون د بريد کره والي لپاره لا هم څېړنې روانې دي.

د امرالله صالح په فېسبوکي پوسټ کې همداراز ليکل شوي چې یما سیاوش پر «ار، ډي، اکس» چاودېدونکيو مړ شوی دی. « دا مواد په پوځي چارو کې کارول کېږي.»

د نوموړي په وينا، چاودونکي مواد دوه کیلو وو او د موټر ټانکۍ ته نزدې ځای پر ځای شوي وو. صالح زياته کړې په دې اړه  تر اوسه سرنخ نه لري؛ خو دا د هغو وژنو برخه ده چې د دوحې له هوکړې وروسته پلان شوې.

د ولسمشر د لومړي مرستيال په وينا، له امریکا سره تر هوکړې وروسته طالبانو پریکړه کړې چې لويې چاودنې کمې او هدفي وژنې زیاتې کړي. امرالله صالح زياتوي، د عبیده کاروان په نومه شبکې ته د همدې کار لپاره په وزیرستان کې روزنه ورکړل شوې ده او د کابل په ګډون لویو ښارونو ته استول شوي دي.

تر اوسه پورې د عبیده کاروان د شبکې ۵۰ غړي نیول شوي او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په توقیف کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام