Asset 1SWN

د امريکا دفاع وزير د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ

لوید-آستین-p34uyqu9f18n5ft9yfkfuwt6fy0km6becdpx9nwp04

د امريکا دفاع وزیر لوېډ سټین پرون په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د تاوتریخوالي په کمولو پورې تړاو لري.

د امريکا دفاع وزیر د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به له افغانستانه په بېړه او نامنظم ډول نه وځي. هغه وویل، د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

لوېډ اسټین زياته کړه:« د تاوتریخوالي کچه په څرګند ډول خورا لوړه ده او د افغانانو په مشرۍ خبرو اترو کې لا ډېر پرمختګ ته اړتیا ده. زه پر ټولو ډلو غږ کوم چې د سولې لاره غوره کړي.»

د امريکا دفاع وزیر همداراز وويل، تاوتريخوالی باید همداوس کم شي.

لوېډ اسټین له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل: « موږ غواړو دا په میتودیکي او قصدي ډول ترسره کړو.»

په ورته وخت کې د امريکا ولسمشر جوبایډن چې تېره ورځ يې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې په انلاین بڼه خبرې کولې وویل، دولت یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د روان ډیپلوماټیک بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

بایډن زياته کړه، دا چې یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې د افغانستان نه بدلېدو او د امریکا، د متحدانو او د هغو د ګټو پر وړاندې د ګواښ نه موجودیت په اړه د ډاډ ترلاسه کېدو پر موضوع به ودرېږي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د پرمختګ په اړه په ناټو کې له خپلو متحدانو او شریکانو سره سلا مشورو ته ژمن دی. بایډن د خپل کار له پیل وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغان سولې په اړه خبرې کوي.

له بلې خوا د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مرکل هم په دې ناسته کې وویل چې المان چمتو دی چې د اړتیا پرمهال په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره خپل سرتېري وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام