د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله په ترکیه کې د انتالیا د ډیپلوماسۍ په عمومي  غونډه کې ویلي چې طالب ډله له نظامي لارې وړاندې ځي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له افغان حکومت سره سیاسي هوکړې ته لېوالتیا ونه لري.

هغه د سولې خبرواترو پر ځای، پر نظامي لارې د طالبانو ټینګار ته په اشارې خبرداری ورکوي چې په دغه کار سره به یې ناسمه محاسبه کړې وي. عبدالله وايي، د بهرنیو ځواکونو وتل به له طالبانو سره د سولې پر خبرو اغېز وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وايي، طالبانو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د نظامي جګړې ترڅنګ، رواني هغې ته هم مخه کړې او تمه نه کېږي چې د سولې خبرواترو له لارې دې سیاسي هوکړې ته حاضر شي.



د سیاسي چارو یو بل شنونکی موسی فریور هم باور لري چې د جګړې ډګر په تودېدو سره د سولې پروسې له لارې د حکومت هڅې بې‌ځایه دي. د هغه په وینا، افغان ځواکونه د نړیوالو له لوري پر برابر شویو امکاناتو او تجهیزاتو د طالبانو سره جګړه کوي، خو یادې ډلې ته نظامي تجهیزات او امکانات له کومې خوا ورکول کېږي.

شنونکي ټینګار کوي، که امریکا او د سیمې هېوادونه پر پاکستان فشار را نه وړي، د سولې پروسه به وړاندې لاړه نه شي او ان له ناکامۍ سره به مخامخ شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د روان زېږدیز کال د مې په لومړۍ نېټه پیل شوې او ټاکل شوې د همدې کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام