تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښتکلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.
د دښتکلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي پهکې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.
د نوموړي مدني فعال په وينا، دغه وژل شوي کسان مور او زوی دي او د وژل شوې مېرمنې خاوند ټپي دی.
د تخار د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه پېښه تېره شپه ۷ بجې او ۳۰ دقيقې شوې ده.
د اسير په وينا، تر اوسه معلومه نه چې دغه کور ته طالبانو دننه شوي او که ناپېژانده وسلهوال.
تر اوسه پورې د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادولو ده چې طالبانو درې مياشتې وړاندې بهارک ولسوالۍ کې د یادې کورنۍ يو غړی وژلی و.