وسله‌والو کسانو په کاپیسا کې دوه ښځې وژلي

د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان وايي، وسله‌والو کسانو د دغه ولایت په اله‌سای ولسوالي کې دوه ښځې په مرمیو ویشتي او وژلې دي.
د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو کسانو د پنجشنبې مازدیګر څلورنیمې بجې د اله‌سای ولسوالي په پاچاقوم حسن‌اباد کې دغه ښځې وژلې دي. د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو کسانو د پنجشنبې مازدیګر څلورنیمې بجې د اله‌سای ولسوالي په پاچاقوم حسن‌اباد کې دغه ښځې وژلې دي.

د بدخشان سرپرست والي په یوه موټربم برید کې وژل شوی

په بدخشان کې ځايي سرچینې د دغه ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار «د محکمې څلورلارې» سره د یوې درنې چاودنې خبر ورکوي. دا چاودنه نن (د غبرګولي شپاړلسمه، د سه‌شنبې ورځ) سهار شاوخوا ۸:۱۵ دقیقې شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا چاودنه د بدخشان ولایت د سرپرست والي نثاراحمد احمدي پر موټر شوې او موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

کاپیسا کې یو ځوان په ښکاري ټوپک وژل شوی

د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې په ښکاري ټوپک د لوبې له کبله د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي. د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې د ادریس په نوم یوه ځوان پرون ماسپښین ناوخته د نجراب ولسوالي د «دلیار خارج‌دره» کې له یوه بل ځوان سره په ښکاري ټوپک لوبې کړي چې په تېروتنې پرې ډز شوی دی.

سرپل کې یوه ځوان خپله کوژدنه او خواښې په چاکو وژلي

د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د سوزمه‌کلا ولسوالي د جرمن‌کلا سیمې اوسېدونکي صدرالدین خپله کوژدنه او د هغې مور په چاکو وهلي او وژلي دي.
د نوموړي په وینا، دا پېښه د سرپل د سانچارک ولسوالي په فرشقان سیمه کې شوې ده.

کندهار کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، دغه مړی د کندهار د میوند ولسوالي په حوض‌ مدد دښته کې موندل شوی دی.

فاریاب کې د اسلامي امارت یو غړی وژل شوی

په فاریاب کې سرچینې وايي چې د اسلامي امارت یو غړی د یکشنبې په شپې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالي په «پشته» سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه کس معاذ نومېده او د سخي‌محمد زوی و چې د ګرزیوان ولسوالي په امنیې قومانداني کې یې دنده درلوده.

لغمان کې پر واده ډزې؛ یوه ځوان زوم او ناوې دواړه وژلي

د لغمان امنیتي چارواکي د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال د ناوې او زوم د وژل کېدو خبر ورکوي.
د لغمان د امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزی وايي، دا پېښه پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالي په ګونه‌پال سیمه کې شوې ده.