Asset 1SWN

غزني کې د طالبانو موټربم چاودنه کې ۳ افغان ځواکونه وژل شوي

ghazni-ozlmcy5boj4asnjlsrdtcuwx6r7itrlnr0axr6pk08

 

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه‌زاده سلام‌وطندار ته وویل، موټربم چاودنه نن چهارشنبه سهار د کابل ـ کندهار د لویې‌لارې پر سر اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو پر یوه مرکز شوې ده.

د نوموړي په وينا، دغه موټربم چاودنه کې ۳ افغان ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

جمعه‌زاده وويل، موټر موخې ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري پېژندل شوی او ډزې پرې شوې دي.

د غزني د والي ویاند همداراز وويل، سيمه کې امنيتي ځواکونو يو مازدا ډوله موټر چې چاودېدونکيو توکيو څخه ډک و، هم کشف کړی دی.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو پرون سهار اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړی.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پيل کې يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل ځانته چاودنه ورکړي چې د امنيتي ځواکونو له لوري پېژندل شوی او په نښه شوی دی.

د اعلاميې له مخې طالبانو له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سره نښته پيل کړه چې پايله کې يې ۲ د ملي اردو سرتېري ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې په دې بريد کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم غزني کې د کمانډو ځواکونو پر يوه مرکز د طالبانو موټربم بريد کې ۳۰ ځواکونه ووژل شول او ۲۴ نور ټپيان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام