Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات په غوریان کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي

غوریان-p1fpdqbgs807y7xll3wynrgecxme2l09nxrlkdwp0s

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالي کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد ولي‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو نفوذي کسان بېګاه شاوخوا ۹ بجې د ولسي پاڅونوالو یوه مرکز ته ورغلي او ۱۲ پاڅونوال یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د یادو پاڅونوالو له وژلو وروسته د هغوی د مرکز ټولې وسلې او تجهیزات له ځان سره وړي دي. ولي‌زاده زیاتوي، د پېښې د پټلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی او غوریان ولسوالي ته لېږل شوی دی.

د هرات په غوریان ولسوالي کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو ۳ نفوذي کسان درې ورځې وړاندې په دې ولسوالي کې له ولسي پاڅونوالو سره یوځای شوي دي. د سرچینې په وینا، یادو درې نفوذي کسانو بېګاه پر خپلو ملګرو برید کړی او ۱۲ هغه یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام