کابل کې د يو شمېر ټرانسپورټي، ساختماني او لوژستکې شرکتونو مسوولانو لاريون وکړ

د ټرانسپورټي، باروړونکيو، ساختماني او لوژستکي شرکتونو مسولان پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخې ته راټول شوي وو او د خپل حق غوښتنه يې کوله. د دغو شرکتونو مسولانو ویل، ډېر وخت کېږي چي دوی د یاد وزارت اړوند خوراکي توکي په ولایتونو کې تر ځپل شويو کورنیو رسولي او د دې ترڅنګ يې په ولایتونو کې د رسمي قراردادونو پر بنسټ په ساختماني پروژو کې له دې وزارت سره کار کړی؛ خو تر اوسه يې ورته پیسې نه دي ورکړي.

کروخي: د ولسمشر سلاکاران څو مېلمستونونه لري او په عیش‌و نوش بوخت دي

د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخي چې په کابل کې یې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي سټراتیژۍ د پلي کېدو څېړنې برنامې ته خبرې کولې وویل، په هېواد کې د فساد موجودیت د اندېښنې وړ دی. نوموړې وويل، که څه هم هېوادوال په هېواد کې د فساد د موجوديت له کبله له بدې ورځې سره مخ دي؛ خو د حکومت لوړپوړي کارکوونکي دې شرایطو ته په نه پام؛ د ښه وخت تېرولو په فکر کې دي.

حکومت د اداري فساد له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ بریاوې نه لري

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، حکومت وروستیو پنځو کلونو کې د اداري فساد له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ بریالیتوبونه نه لري. نوموړي چې نن د ډېسمبر نهمې نېټې له اداري فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وينا کوله وویل، کلونه کېږي چې فساد د افغانستان دولتي بنسټونو کې ریښې کړي او د هېوادوالو ترمنځ یې د فقر لمن پراخه کړې ده.

د ولسمشر د دویم مرستیال په باور، هېواد کې دوامداره جنګ او تاوتریخوالی، هېواد کې د فساد، مافیا، قاچاق او نورو جرایمو فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.

تر راتلونکيو ۷ مياشتو به افغانستان ته د کرونا واکسين لومړۍ جوپه راورسېږي

د عامې روغتيا وزارت وايي، تر راتلونکيو ۷ مياشتو به افغانستان ته د کرونا واکسين لومړۍ جوپه راورسېږي. دغه څرګندونې نن د ياد وزارت وياند اکمل سمسور په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وکړې.

نړیوال بانک او له کرونا ويروس سره د مبارزې نړیوال ایتلاف افغانستان لپاره د کرونا واکسینو د تمویل دوه سرچینې دي او په راتلونکيو دوه کلونو کې به نږدې ۴۰ سلنه افغانان له واکسین څخه برخمن شي.

غزني کې د طالبانو موټربم چاودنه کې ۳ افغان ځواکونه وژل شوي

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه‌زاده سلام‌وطندار ته وویل، موټربم چاودنه نن چهارشنبه سهار د کابل ـ کندهار د لویې‌لارې پر سر اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو پر یوه مرکز شوې ده.

د نوموړي په وينا، دغه موټربم چاودنه کې ۳ افغان ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.