Asset 1SWN

کابل کې د يو شمېر ټرانسپورټي، ساختماني او لوژستکې شرکتونو مسوولانو لاريون وکړ

130251910_3793571297361111_4821778035910680805_n (1)

 

د ټرانسپورټي، باروړونکيو، ساختماني او لوژستکي شرکتونو مسولان پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخې ته راټول شوي وو او د خپل حق غوښتنه يې کوله. د دغو شرکتونو مسولانو ویل، ډېر وخت کېږي چي دوی د یاد وزارت اړوند خوراکي توکي په ولایتونو کې تر ځپل شويو کورنیو رسولي او د دې ترڅنګ يې په ولایتونو کې د رسمي قراردادونو پر بنسټ په ساختماني پروژو کې له دې وزارت سره کار کړی؛ خو تر اوسه يې ورته پیسې نه دي ورکړي.

دوی ادعا کوي چې پیسې يې د دې وزارت د چارواکيو له لوري د تېرو ولسمشریزو ټاکنو کمپاین پرمهال د یوه ټیم په ګټه مصرف کړې دي.

د یادو معترضو شرکتونو مسولان وايي، یاد وزارت د دوی په لسګونه میلیونه افغانۍ پوروړي دی. دوی ټینګار کوي که يې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د دې ستونزې د منلو ترڅنګ وايي، د دوی د پیسو ورکړه د یاد وزارت له صلاحیتونو څخه لوړه ده.

د ياد وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وايي، د بودیجې د سند د څلورمې مادې پر بنسټ د بېړنیو حالاتو وخت کې د پیسو لګول د ۹۲ کوډ او د پالیسۍ کوډ ۹۱ د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دي چې په خبره يې دا وزارت ورته یوازې وړاندیز کولای شي او د کوډونو څخه د لګښت صلاحیت نه دی ورکړل شوی.

نوموړی وايي چې لومړی باید د شرکتونو ستونزه د یوه ټیم له لارې وڅېړل شي وروسته به ورته پیسې ورکړل شي.

اعتراض کوونکي وايي، څو ځله يې مسوولو ادارو ته مراجعه کړې خو تر اوسه يې د دوی ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام