Asset 1SWN

د هرات ښوونکي: که زموږ معاشونه لوړ نه‌شي، ټوليز کاربنديز کوو

WhatsApp-Image-2021-02-16-at-12.36.02-PM-p2xwn0u6gcvnw0ih93pmyjhmi0vfg0e4n8n4ryxx1k

د هرات سلګونو ښوونکيو د معاشونو د يو شانولو او د ولسي جرګې له هغې پرېکړې چې له مخې يې د دولتي کارکوونکيو معاشونه لوړېږي، د يوه لاريون په ترڅ کې ملاتړ وکړ. دغو ښوونکيو نن «زموږ غږ سم دی، موږ عدالت غواړو» شعار تر سرليک لاندې د هرات د والي دفتر مخې ته لاریون کړی.

دوی خبرداری ورکړ، که معاشونه يې لوړ نه‌شي، را روان ښوونيز کال به ټوليز کاربنديز وکړي.

د هرات ولايت د ښوونکيو د اتحاديې رييس محمدصابر مشعل په دې لاريون کې د ښوونکيو د حقونو پر وړاندې د حکومت پر بې‌عدالتۍ نیوکه وکړه او ويې وويل، هغه معاش چې ښوونکي ترلاسه کوي، يوازې مرسته ده او دوی مرسته نه غواړي بلکې سم معاش غواړي.

يو هراتی ښوونکی علي‌احمد په دې لاريون کې له حکومته غواړي چې غوښتنو ته يې غوږ ونيسي او د ولسي جرګې له طرحې ملاتړ وکړي او عملي يې کړي.

د هرات ولايت د ښوونکيو د اتحاديې مرستياله ارزو سکندري هم پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، ښوونکي چې تر ټولو ډېر زحمت ګالي خو معاش کم ترلاسه کوي. نوموړې له حکومته وغوښتل چې د ښوونکيو او د دولتي کارکوونکيو ټيټ رتبه کسانو معاشونه لوړ کړي.

په ورته وخت کې د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وايي، د ښوونکيو غوښتنې د حکومت مرکزي ادارې ته ورسوي.

د يادولو ده چې له دې وړاندې د هرات د پوهنې رياست هم د ښوونکيو او د دولتي کارکوونکيو د معاشونو د يوشانولو له طرحې ملاتړ کړی و او ويلي يې و، د ښوونکي او د يوه صفاکار مياشتنی معاش يو شان دي.

دې سره د مالیې وزارت سرپرست د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه کې د اصلاحاتو له رامنځته کولو ډاډ ورکوي او وايي، دغه وزارت د ښوونکيو او نورو ټيټ‌پوړو دولتي کارکوونکيو د معاشونو زیاتولو ته چې د ولسي جرګې غوښتنه هم ده، ژمن دی.

د مالیې سرپرست وزیر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت ژمن دی چې د ښوونکيو او ټیټ پوړيو ملکي کارکوونکيو د معاشونو د زیاتوالي لپاره د ولسمشر، مرستیالانو، کابینې غړيو او نورو مصارف کم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام