د ولسي جرګې یو شمېر غړيو نننۍ عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې د مالیې وزارت د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده هم جرګې ته استولې؛ خو بیا هم ډېرې ستونزې لري.

دوی وايي، سره له دې چې د ولسي جرګې غړيو د نامتوازن‌والي له کبله د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې مسوده دوه ځلې رد کړې؛ خو د بودیجې درېیمه مسوده هم د ستونزو له حل پرته جرګې ته استول شوې ده.

د ولسي جرګې غړي خان‌اقا رضايي وویل، د بودیجې درېیمه مسوده کې هم د خلکو اساسي اړتیاوو ته پام نه دی شوی.

رضايي د دغې بودیجې تصویب د خلکو په حق کې جفا بولي.

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي وايي، د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده کې د دولتي کارکوونکيو د معاشونو زیاتولو کې هېڅ تغیرات نه دي‌ راغلي.

د هغوی په وینا، د دولتي کارکوونکيو د معاشونو یوشان کولو لپاره چې څومره پیسو ته اړتیا ده، لس میلیارد افغانیو ته رسېږي، داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې درېیمه طرحه کې یو نیم‌میلیارد افغانۍ اضافه شوي دي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړيو هر څه ژر د بودیجې د تصویب غوښتنه وکړه.

د بودیجې د درېیمې مسودې په اړه د ولسي جرګې د غړيو جنجال لامل شو، ترڅو جرګه پرېکړه ونیسي چې د چهارشنبې غونډه کې په اختصاصي ډول پرې بحث وکړي.

ومو غوښتل راپور کې د مالیې وزارت نظر هم ترلاسه کړوګ خو د ملي بودیجې مشر سید نصیر احمد د سلام‌وطندار راډیو اړیکو ته ځواب را نه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام