Asset 1SWN

د امریکا ولسي جرګې له افغانستانه په بیړه د وتلو سندونه غوښتي

UA-1-pulop947yhh2ibcm4e7zw8e1avmtz0y6etn4uywmfc

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک مک‌کال د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ته دوه ورځې وخت ورکړی، څو له افغانستان څخه په بیړه د امریکايي ځواکونو د وتلو سندونه ورسره شریک کړي.

مایک مک‌کال ویلي: «زه احضاریه لرم، همدلته ده او زه یې د وړاندې کولو لپاره تیار یم. زه فکر کوم چې د فدرال د یوه مخکیني څارنوال له ادرس نه، پوهېږئ چې غواړئ کارونه حل کړئ، خو که نه‌شئ کولای، احضار ته اړ کېږئ. یو د نیولو حکم یا د کیفري غوښتنه، مخکې ولاړ شئ.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د نړیوالو مسایلو څېړونکی نظیراحمد رزاقي وايي چې د چین ځواکمنېدو او پر اوکراین د برید لپاره د روسیې چمتووالي د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب بدل او له افغانستان څخه یې د وتلو لامل شو.

هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو د لوړې بیې جګړه وه. امریکا د شلو کلونو په اوږدو کې داسې طرحې په پام کې ونیولې چې له ماتې سره مخامخ شوه. د امریکا د کورني سیاست له اړخه، د امریکا ټاکنو ته یو کال او اته میاشتې پاتې دي او څومره چې دا نېټه را نږدې کېږي، د واکمن ګوند مخالف ګوند له افغانستانه د وتلو موضوع د یوه کمزوي ټکي په توګه کاروي.»

بله‌خوا د پوهنتون استاد سیدشفیق‌الله سادات وايي چې امریکا له افغانستان څخه د وتلو له کبله د خپل له لاسه وتلي نړیوال باور د بېرته خپلولو لپاره غواړي دا موضوع وارزوي.

نوموړی زیاتوي: «له افغانستانه د امریکا په بیړه وتلو یو پیغام دا و چې دغه هېواد په یو ډول افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شوی. سیاسي څېرې یې راغلې، څو پر دې مسلې بیا تمرکز وکړي او په دې سره د امریکا د باور ساتلو لپاره غوره پرېکړه وکړي. د اوکراین جګړې بحث دوامداره شوی او امریکایان یې پر بدیلونو هم کار کوي، څو خپل اسیايي سیالان وننګوي؛ نو غواړي چې پر افغانستان او سیمې تمرکز وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بیړه وتل د دغه هېواد د خلکو او سیاسي ګوندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د جو بایډن سیاسي نیوک‌ګر دا مسله د امریکا د سیاسي ماتې به توګه یادوي.

د امریکا متحده ایالات د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم په افغانستان کې له دوو لسیزو حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ په ۳۱مه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام