د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دغه هېواد هڅه کوي، څو د اسلامي امارت سرپرست حکومت سره اړیکې ټينګې کړي.

پوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د لیدنې پرمهال ویلي، په افغانستان کې د ټولو قومونو استازي باید سرپرست حکومت کې ونډه ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولادیمیر پوتین زیاته کړې، روسیه باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي بیا وايي چې ولاديمیر پوتین دغه څرګندونې خپلو ځانګړو موخو ته د رسېدو لپاره کړي دي.

د چارو د شنونکو په اند مسکو په دې لټه کې دی چې د امریکا پروړاندې نوې جبهه رامنځته کړي او خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته ځان ورسوي.

د چارو شنونکی ویس ناصري د اسلامي امارت له سرپرست حکومت سره د اړیکو رامنځته کولو په اړه د پوتین وروستۍ څرګندونې سیاسي لوبه بولي.

د نوموړي په وینا، روسیه غواړي چې له اسلامي امارت سره یوځای د امریکا او ملګرو پر وړاندې یې یوه نوې جبهه رامنځته کړي او خپلې موخې ترلاسه کړي.

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی مهدي افضلي په دې باور دی چې افغانستان کې د سیاسي ثبات د نه‌شتون له امله روسیه نه‌شي کولای چې دغه هېواد د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه ومني، خو د نوموړي په وینا، روسیه هڅه کوي چې د افغانستان جفرافیايي موقعیت څخه په استفادې خپلو اقتصادي موخو ځان ورسوي.

وموغوښتل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روسیې ولسمشر په داسې حال کې د اسلامي امارت له سرپرست حکومت سره د اړیکو غوښتونکی دی چې مسکو تراوسه اسلامي امارت د ترهګرو له نوملړ څخه نه دی ايستلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام