په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لورنس ویلي چې امریکا له افغانستان سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او له دغه هېواد او افغانانو سره یې خیانت کړی چې دا یو نه بښوونکی جنایت دی.

لورنس زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د ټرمپ بې‌پروا پرېکړې او د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن له لوري د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماموریت دوام د دې لامل شو چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري حکومت راوپرځېږي او دغه هېواد له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دغه امریکايي ډيپلومات په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له منځل تلل، د خواشینۍ وړ بللي او پړه یې د امریکا پر مشرانو وراچوي.

له دې وړاندې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې  پاڼه وه چې مسوول یې اوسنی ولسمشر جو بایډن دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه امریکايي پخوانی ډيپلومات دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له افغانستان څخه د امریکا په مشري د ناټو ځواکونو وتلو سره هم‌مهاله دغه هېواد له یوه نا معلوم برخلیک سره مخ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام