یوه تقاعد شوي امریکايي پوځي چارواکي د امریکا له «فاکس‌نیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جو بایډڼ مشاورانو او پوځي لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې له وخت وړاندې د نظام پرځېدو ته په کتو باید «د پوځيانو د وتلو پروګرام د نه اصلاح» په صورت کې استعفا کړې وای.

د امریکا د سمندري ځواکونو تقاعد شوی ډګروال انډرو مېلبرن په دې باور دی، که چېرته ولسمشر جو بایډن د سراعلا قومندان په توګه له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پروګرام کې له اصلاح څخه لاس اخلي، د نوموړي د ادارې لوړپوړو پوځي چارواکو باید له خپلو دندو استعفا ورکړې وای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي له دریځه د دفاع وزیر لوېډ اسټین، لوی درستیز جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ رییس جنرال کنټ مک‌کنزي چې کله په دې باوري وو چې له افغانستان څخه له وخت وړاندې وتل ناورین رامنځ ته کوي، باید دغه چارواکي د ولسمشر بایډن د پرېکړې پر وړاندې درېدلې وای.

دغه پخواني پوځي چارواکي له افغانستان څخه د امریکا پر پوځي وتنې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، د دفاع وزیر او د مرکزي قومندانۍ رییس د دې پرځای چې ولسمشر بایډن ته لیک ورواستوي، باید د خپلې استعفا وړاندېز یې ورته لېږلی وای.

انډرو مېلبرن ویلي، که چېرته په افغانستان کې د نظام پرځول لرې ښکارېدل، د بایډن پوځي ټيم باید د طالبان بېړني واک ترلاسه کولو لپاره باید پلان جوړ کړی وای.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه له وخت وړاندې د امریکايي پوځیانو وتل او ورسره هم‌مهاله د نظام پرځېدل او په دغه هېواد کې د زرګونو امریکايي وګړو ګېرپاتې کېدل، له ځان سره ګڼ‌شمېر غبرګونونه لرل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام