له کابل نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه هوايي ډګر ټول کنټرول طالبانو په لاس کې اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دغې ډلې یو‌شمېر نور غړي چې نن د کابل حامد کرزي نړۍ‌وال هوايي ډګر ته ورغلي وو، وویل چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوړه، خو طالبان له امریکا او نړۍ‌ سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کول غواړي.

ذبیح‌الله مجاهد وویل چې امریکا په افغانستان کې ماته شوه او له هېواد څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د دې ښکارندوي کوي چې امریکا افغانستان کې خپلو پوځي موخو ته ونه رسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د طالبانو ویاند همداراز زیاته کړه چې افغانستان کې امریکا ماته هغو هېوادونو او کسانو ته ستر عبرت دی چې غواړي پر افغانستان یرغل وکړي.

هغه وویل: «د افغانستان اسلامي امارت له دیپلوماتیکو لارو د ښو اړیکو غوښتونکې ده. که څه هم امریکایانو دلته له پوځي لارې ماته خوړلې او ناکامه شوه او بریالی نه شوه چې خپلو موخو ته ورسېږي. خو اسلامي امارت د خپل ملت په  استازیتوب بیا هم غواړي چې له ټولې نړۍ‌ سره ښې او دیپلوماتیکې اړیکې ولري.»

تمه وه چې امریکايي پوځیان له افغانستان څخه د اګسټ میاشتې په ۳۱ نېټه ووځي، خو دغه ځواکونو له ټاکل شوې نېټې یوه ورځ وړاندې له افغانستان څخه ووتل. کرېس دوناهو د امریکا د هوايي ځواکونو وروستی سرتېری و چې بېګاه شپه له کابل نړۍ‌وال هوايي ډګر څخه ووت.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مک‌کنزي یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې بهیر بشپړ شوی، خو ګڼ‌شمېر کسان په دې بریالي نه شو چې هوايي ډګر ته ځان ورسوي او دوی له الوتنې پاتې شول.

هغه وویل: «له افغانستانه د هوايي ځواکونو وروستي سرتیري وتلي. مونږ به ډېر ژر د سي۱۷ تصویرونه چې له افغانستانه وځي، خپاره کړو چې پکې د جنرال دانل هیو او په افغانستان کې د امریکا سفیر راس ویلسن پکې سپاره دي. پوځي تخلیه بشپړه شوې او له افغانستانه دیپلوماتیک ماموریت به د نورو امریکايي وګړو تر ډاډمن وتلو دوام ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله، د کابل په یو‌شمېر سیمو کې د طالبانو له لوري د خوشحالۍ هوايي ډزې هم شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام