نن سهار د کابل ښار  د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند له خیرخانې سیمې څخه د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پر لوري شاوخوا پنځه راکېټونه توغول شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس له قوله، د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې دغه راکېټونه هدف ته تر رسېدو وړاندې د توغندیو دفاعي سیستم په مرسته له منځه وړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبر ورکړی، که څه هم د امریکا د توغندیو دفاعي سیستم له لوري د دغو راکېټونو د له منځه وړلو په اړه کره معلومات نشته، په ورته مهال رویټرز ویلي چې په دغه راکیټي برید کې د امریکا پوځ ته د اوښتې مرګډژوبلې په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي پر کابل نړیوال هوايي ډګر د توغندیو د توغېدو خبره کوي، خو طالبان وايي چې دغه توغندي د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو لګېدلي دي.

که څه هم طالبان د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر او د کابل ښار پر یو‌شمېر سیمو د توغول شویو توغندیو د کره شمېرې په هم  معلومات نه ورکوي، خو وايي چې په دغو توغولو شویو راکېټونو کې چا ته زیان نه دی اوښتی.



د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وایي، د توغول شویو راکېټونو په اړه یې پلټنې پیل کړي او معلومه به کړي چې دغه توغندي د چا له لوري توغول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «زمونږ لومړني معلومات ښيي چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه څو توغندي لګېدلي او چا پکې زیان نه دی اوښتی. یو راکېټ پر معلولینو او شهیدانو وزارت لګېدلي او چاته پکې زیان نه دی اوښتی. په دې اړه زمونږ څېړنې روانې دي چې دغه برید د چا له لوري او له کوم ځای څخه توغول شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا توغندي وروسته له هغه توغول شوي چې پرون امریکا په کابل کې له چاودیدونکو توکو په ډک موټر هوايي برید وکړ.

سره له دې چې امریکا ادعا کړې چې په هوايي برید کې یې له چاودیدونکو توکو ډک موټر چې اصلي هدف وو، موخه ګرځول شوی، خو سی ان ان راپور وکړی چې د امریکا په پرون هوايي برید کې، د یوې کورنۍ ۹ غړي چې شپږ یې ماشومان وو، وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام