د ملي دفاع وزارت وايي چې په نیمروز کې د هغه هوايي برید له کبله چې دوه شپې وړاندې شوی و، ۵ طالبان او ۹ پاکستاني ترهګر وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نیمروز د خاشرود ولسوالي په «منزري» سیمه کې شوي هوايي برید د طالبانو یو مرکز په نښه شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویلي، په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو هوايي برید له کبله ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو ادعا به وڅېړي.

د نیمروز محلي چارواکو پرون په لومړنیو راپورونو کې سلام‌وطندار ته ویلي وو چې په یاده پېښه کې ۱۴ ملکیان وژل شوي، خو وروسته بیا دا شمېره د ۱۸ کسانو وژل کېدو او یوه کس ټپي کېدو ته ورسېده.

د قربانیانو یوشمېر خپلوانو چې پرون مازدیګر یې د قربانیانو جسدونه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته راوړي وو، سلام‌وطندار ته وویل چې د پرونۍ شپې هوايي برید په قربانیانو کې ۷ ښځې، ۸ ماشومان، یو تنکی ځوان او ۳ نارینه شامل دي. د نیمروز ځینو محلي سرچینو ویلي چې په یاده پېښه کې ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم د دې جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې په نیمروز کې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۱۸ ملکیان وژل شوي دي. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه باید پوره هڅه وکړي چې د عملیاتو پر مهال یې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله وا نه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو په جګړو کې تل ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي او دواړو لوریو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو ترڅنګ، عام خلک هم په هېواد کې د روانې جګړې قربانیان دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام