وروسته له هغې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازه کې د تېرې پنج‌شنبې ورځې ځانمرګی برید او چاودنو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست، د امریکا ولسمشر جو بایډن پنټاګون ته امر وګړ چې دغه ډله وځپي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په تازه‌ګۍ سره د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي برید جوړونکی او طراح یې په ننګرهار ولایت کې د بې‌پيلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه هدفي برید تېره ورځ له موخې ‎ټاکلو وروسته، ترسره شوی دی.

یو‌شمېر افغانان چې د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د باندې له افغانستانه د وتلو په تمه دي وايي، وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه خپله کړه، زرګونه کورنیو د کابل نړیوال هوایي ډګر کلابند کړی او غواړي له افغانستان څخه بهر لاړ شي، خو وایي چې د داعش له لوري پرې ځانمرګی برید وشو.



د خلکو په وینا، د دغې پېښې تلفات له هغه څه ډېر دي چې په رسنیو کې یې شمېرې خپرېږي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالرووف وایي: «لکه څنګه چې خبر یاست امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د کابل هوايي ډګر له ګواښ سره مخ دی. وضعیت د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی او د هرې ورځې په تېرېدو، ددې پرځای چې د هوايي ډګر وضعیت ښه شي، ورځ تر بلې ګواښونه ډېریږي. لکه څنګه چې مونږ او تاسو ولیدل تېره ورځ هم زمونږ یو شمېر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کورنیو او بهرنیو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ او هغه معلومات چې یوې سرچېنې په عامې روغتیا وزارت کې خپاره کړي، ښايي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي برید او چاودنو له امله ۱۷۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ کسان ټپیان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام