د جي۷ یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې له طالبانو غوښتنه وشوه چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تګ راتګ لارې خوندي کړي. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو استازیو ټینګار کړی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر باید خوندي شي او تر ټاکل شوې نېټې وروسته دې هم خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو پرون د جي۷ هېوادونو غونډې ترڅنګ د امریکا ولسمشر جو بایډن یوې خبري ناستې ته وویل چې هر څه ژر له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو او نورو زیانمنو وګړو د اېستلو ماموریت پای ته رسوي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ویلي چې ښایي د کابل په هوایي ډګر کې امریکایي ځواکونو ته د داعش ډلې له لوري ګواښونه موجود وي، نو له همدې امله له افغانستان څخه  هر څه ژر وتل، د دوی په ګټه دي.

امریکا داسې مهال د داعش ډلې یادونه کوي چې طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه ډله په افغانستان کې حضور نه لري او که وي، د دوی له لوري به له منځه یوړل شي.

په ورته وخت کې جو بایډن ویلي چې له افغانستان څخه د ماموریت له پیله یې تر دې دمه ۷۰ زره او ۷۰۰ کسان له افغانستان څخه اېستلي دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایدن په دې لټه کې وو چې له افغانستانه د امریکایي وګړو او سرتېرو د اېستلو ماموریت وغځوي، خو طالبانو له دې غوښتنې سره مخالفت څرګند کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې دی چې لاهم د کابل په هوایي ډګر کې د هغو افغانانو ترڅنګ چې د امریکا او نورو هېوادونو ویزې لري، زرګونه بې ویزې او بې اسناده کسان د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه واټونو کې له هېواده د وتلو په هیله ولاړ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام