کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د افغانانو ګڼې ګوڼې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هغه کسان چې د دغه هېواد له لوري یې تایید شوي سندونه نه وي ترلاسه کړي، هوايي ډګر ته له ورتلو دې ډډه وکړي.

د سلام‌وطدار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د امریکا سفارت افغانانو ته په خطاب کې ویلي: «که چېرته تایید شوی بلنلیک نه لرئ، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې به تاسو ته له هېواده د اېستلو اجازه درنه کړل شي.»

په ورته مهال سفارت هغه کسان چې د امریکا تابعیت لري یا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو غوښتونکي دي او یا هم د امریکا دولت پورې تړلي دي، غوښتنه کړې ترهغو چې ورته د سفر نه یي ویل شوي، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته له ورتلو دې ډډه وکړي.



په کابل کې د امریکا سفارت د کډوالۍ ځانګړو ویزو «siv,p1,p2» په اړه ویلي چې دغه بهیر وخت ته اړتیا لري او غوښتونکي دې تر امرې ثاني پورې په تمه پاتې شي.

له هېواده د بهرنیو بنسټونو د کارکوونکو او هېوادوالو له وتلو سره هم‌مهاله سلګونه زره افغانان پرته له سندونو د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازو مخته راټول شوي او هڅه کوي چې له دې لارې له هېواده بهر لاړ شي چې دغه چاره د هغو کسانو د اېستلو بهیر ټکنی کړی چې غواړي په ځانګړو ویزو او سندونو سره له هېواده ووځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د وروستیو څو ورځو په ترڅ کې د کابل نړیوال هوايي ډګر دننه او په دروازو کې د ګڼې ګوڼې له امله څو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌شمېر کسان بیا ټپيان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام