له پرلهپسې وچکاليو وروسته، سږکال هرات کې په ځانګړي ډول د دې ولايت په شمالي ولسواليو کې ورښتونو د غلو او حبوباتو د حاصلاتو د زياتېدو نوې هيلې راژوندۍ کړي.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، د للمي کښتونو وضعیت نسبتآ ښه شوی او د سږکال ورښتونه د کرنې او کروندګرو لپاره يو هیلهبښونکی فصل رامنځته کولی شي.
د هرات د کرنې رياست د کرنیزو چارو آمر بشيراحمد احمدي وايي:
«له ۱۵۰ زره هکټاره څخه زياته ځمکه د للمي کښت لاندې ده چې ډېره برخه يې د کشککهنه، کشک رباطسنګي، ګلران او کهسان ولسواليو کې موقعيت لري. په مرکز کې له ۲۴۷ مليمتره زيات او په شمالي ولسواليو کې له ۳۷۰ مليمتره زيات ورښت ثبت شوي.»
د هغه په خبره، د روان کال ورښتونه پر وخت او په پراخه کچه شوي او تمه ده چې تر يوه بريده د تېرو کلونو وچکالۍ جبران کړي.
کروندګر هم د وضعيت له نسبي ښه کېدو خوښي څرګندوي، خو لا هم د تېرو وچکاليو له اغېزو اندېښمن دي.
۵۸ کلن محمدعارف فيروزي چې د کرنې اوږده تجربه لري، وايي چې وروستيو کلونو کې وچکالۍ ورته ډېرې ستونزې جوړې کړي.
«زه په داسې سيمه کې ژوند کوم چې شاوخوا ۸۰ سلنه کښت يې للمي دی. اوبهييز کښت هم لرو، خو ډېر کم دی. پخوا مو ښه حاصلات لرل، خو په وروستيو کلونو کې له وچکالۍ او افتونو سره مخ شوو.»
بشیراحمد چې د کشک کهنه ولسوالۍ یو بل کروندګر دی، د سږکال ورښتونو ته په اشارې سره وايي:
«تېر کال د وچکالۍ له امله تر ۷۰ سلنه پورې حاصلات راکم شوي وو. سږکال ورښتونه ښه شوي، خو لا هم نورو بارانونو ته اړتیا ده، په ځانګړي ډول که تودوخه لوړه شي.»
هغه ټینګار کوي چې کروندګر د اصلاحشویو تخمونو د پېرلو وس نهلري او د کرنې د میکانیزه کېدو او د اوبو د سرچینو سم مدیریت په برخه کې د دولت ملاتړ ته اړتیا لري.
بل لور ته، د کرنیزو چارو کارپوه توریالي نوري د ورښتونو په زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو پر کیفیت او کمیت ټینګار کوي او وايي:
«کروندګر کولی شي هغو نباتاتو ته مخه کړي چې لږو اوبو ته اړتیا لري او د اوبو د مدیریت لپاره له عصري طریقو څخه کار واخلي، لکه څاڅکي (قطرهيي) اوبهخور، باراني اوبهخور او نورې لارې چې په دې وروستیو کې تر ټولو ډېر د څاڅکي اوبهخور سیستم کارول کېږي.»
دې سره، د هرات یو شمېر اوسېدونکي هم دا بدلونونه هیلهبښونکي بولي او باور لري چې د روان کال د حاصلاتو زیاتوالی کولی شي د کروندګرو د اقتصادي ستونزو یوه برخه کمه کړي.
د هرات ښار اوسېدونکی عبدالمطلب هنریار وايي: «په تېرو کلونو کې د خوراکي توکو لکه عدس، نخود، غنم او جوارو د پېرلو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو. سږکال هیله شته چې د کروندګرو حاصلات زیات شي او وکولی شي د خپلو اقتصادي ستونزو یوه برخه هواره کړي، ځکه له بدهمرغه دولت دومره توان نهلري چې له کروندګرو ملاتړ وکړي. له خدایه زر ځله شکر چې سږکال د کروندګرو لپاره ځانګړې پاملرنه شوې او بارانونه شوي، هیله ده چې کروندګر ترې ښه ګټه واخلي.»
د هرات ښار بل اوسېدونکی سید عبداللهي هم وايي: «څو کاله پرلهپسې وچکالي وه، هیله لرو چې د سږکال ورښتونه تر ۷۰ سلنه پورې د کروندګرو لپاره ګټه ولري. دامهال د کرنې سکتور یو څه پرمختګ کړی او خپله کروندګر کولی شي د ځمکې لاندې اوبو څخه په سمه توګه استفاده وکړي چې دا هیلهبښونکې ده، خو که موږ فکر وکړو چې یوازې د سږکال یو یا دوه ځله ورښتونه د تېرو کلونو وچکالي جبرانوي، دا به تېروتنه وي، ځکه شاوخوا لس کاله وچکالي روانه وه.»
که څه هم د سږکال ورښتونو، د تېرو پرلهپسې وچکالیو په پرتله، د هرات د کروندګرو ترمنځ د هیلو یوه نوې کړکۍ پرانېستې او تر یوه بریده یې د وچکالۍ فشار کم کړی، خو د دې وضعیت دوام، د اوبو د سرچینو علمي او اغېزمن مدیریت او همدارنګه له کروندګرو سره عملي او هدفمند ملاتړ، هغه مهم عوامل دي چې کولی شي په دې ولایت کې د کرنې بهیر د ثبات او دوامدارې ودې پر لور رهبري کړي.