د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې ۳۲ وحشي مرغان له ناقانونه نیونې وروسته بېرته خپل طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.
د هرات د چاپېریال ساتنې رییس عبدالعلي متقي ویلي چې په دې مرغانو کې ۳۰ کارغان او دوه کرک شامل وو، چې د کرخ ولسوالي د مسوولانو په همکارۍ له متخلفانو څخه ضبط شوي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، دغه مرغان هغه مهال نیول شوي چې قاچاقوړونکو هڅه کوله له بادغیس څخه یې هرات ته انتقال کړي، خو د کرخ ولوسالي په لاره کې د امنیتي ځواکونو له لوري ودرول شول او مرغان ترې ضبط شول.
متقي زیاته کړه چې د ورته سرغړونو د مخنیوي لپاره ټولو ملکي او نظامي ادارو ته رسمي مکتوبونه استول شوي او د وحشي ژوو د ښکار، انتقال او قاچاق پر بشپړ بندیز ټینګار شوی دی.