Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د هاوان سرګلولې چاودنې ۶ ماشومان ټپیان کړي

ناچاوده مرمۍ33 چاودنه

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي، د دایمیرداد ولسوالۍ «اورمړ» کلي کې د یوې پخوانۍ ناچاودې هاوان سرګلولې د چاودنې له امله شپږ ماشومان ټپیان شوي.

یاد ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټپیانو کې د درېیو ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک دی او د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.

د مالوماتو له مخې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي احمدشاه ذهین د ټپیانو کورنیو سره د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی.

هغه له خلکو غوښتي چې د ناچاودو توکو د لیدلو پر مهال ترې لرې پاتې شي او اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام