Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران: بندرونه مو سوداګریزو کښتیو لپاره خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي

Iran-flagged tugboat Basim sails near anchored vessel in Strait of Hormuz off Bandar Abbas, 4 May 20.jpg

ایران اعلان کړی چې د دغه هېواد بندرونه د هرمز تنګي او سیمه‌ییزو اوبو کې سوداګریزو بېړیو ته د سمندري خدمتونو وړاندې کولو بشپړ چمتووالی لري.

الجزیرې خبري شبکې نن پنجشنبه، مې اوومه، راپور ورکړی چې د ایران د بندرونو او سمندري چلند ادارې ویلي، د هېواد بندرونه «په بشپړه توګه چمتو» دي، څو د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

د یادې ادارې په وینا، په دغو خدمتونو کې تخنیکي ملاتړ، سمندري اسانتیاوې او روغتیايي خدمات شامل دي چې د سوداګریزو کښتیو د تګ‌راتګ پرمهال به ورته برابرېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې امریکا د «ازادۍ پروژې» په نوم خپل پوځي عملیات چې هدف یې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل وو، درولي دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د دغو عملیاتو ځنډ د ایران او واشنګټن ترمنځ د خبرو له پرمختګ وروسته رامنځته شوی دی.

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو نفت‌لېږدوونکو لارو څخه ګڼل کېږي او په دې سیمه کې هر ډول کړکېچ کولی شي د انرژۍ نړیوال بازار او نړیواله سوداګري اغېزمنه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام