د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، میګرن نړۍ کې له تر ټولو عامو عصبي ناروغیو څخه ده چې میلیونونه کسان ورسره لاس او ګرېوان دي.
د ډاکټرانو په وینا، دا ناروغي یوازې یو عادي سردرد نه دی، بلکې یو ډول شدید او ضربهلرونکی درد دی چې ډېری وخت له زړه بدوالي، سرګرځېدو او د رڼا او غږ پر وړاندې له حساسیت سره مل وي.
څېړنې ښيي چې میګرن د نارینهوو په پرتله په ښځو کې ډېر لیدل کېږي او د دې مهم لامل د ښځو په بدن کې هورموني بدلونونه دي، هغه بدلونونه چې د حیض، امېندوارۍ او ان د ورځني فشار پر مهال کولی شي دا درد لا پسې شدید کړي.
افغانستان کې هم د عامه پوهاوي کمښت او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دې لامل شوی چې دې ناروغۍ ته کمه پاملرنه وشي.
د فاریاب ولایت یو شمېر ښځې د دې ناروغۍ پر وړاندې د خپلو ترخو تجربو کیسې کوي.
د فاریاب اوسېدونکې ۲۶ کلنه فرزانه چې په میګرن اخته ده، وايي چې دا دردونه یې معمولاً هغه وخت پیلېږي چې ستړې وي یا له موبایل څخه د اوږدې مودې لپاره استفاده وکړي.
د هغې په وینا، میګرن د حیض په ورځو کې لا ډېر شدید شي او د ورځنیو کارونو د ترسره کولو مخه یې نیسي.
«ډېری وخت چې ستړې شم یا له ټیلیفون څخه ډېر کار واخلم، سردرد مې پیلېږي. درد ډېر شدید وي او نه شم کولی خپل ورځني کارونه ترسره کړم، په ځانګړي ډول د حیض پر مهال ډېره ځورېږم.»
د فاریاب اوسېدونکې ۲۳ کلنه شکیلا هم پر میګرن اخته ده. هغه فشار او کمخوب د دې درد د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بولي.
د هغې په وینا، دا سردرد کله ناکله له زړه بدوالي سره هم مل وي او ارامي یې په بشپړ ډول له منځه وړي.
«کله چې تر فشار لاندې یم یا مې خوب کم وي، درد پیلېږي. ډېر شدید وي او ځینې وخت له زړه بدوالي سره هم مل وي. د حیض په ورځو کې لا ډېرېږي او اړ کېږم استراحت وکړم.»
د فاریاب اوسېدونکې ۲۲ کلنه مژګان هم ورته تجربه لري.
هغه وايي، تېزه رڼا او ستړیا د میګرن د پیل لامل کېږي او دا درد معمولاً د سر په یوه اړخ کې احساسوي چې کله ناکله د اوږدې مودې لپاره دوام کوي.
«تېزه رڼا او ستړیا لامل کېږي چې درد پیل شي. درد ډېر شدید وي او ډېری وخت د سر په یوه اړخ کې وي. د حیض پرمهال لا پسې ډېریږي او د اوږدې مودې لپاره دوام کوي.»
عقلي عصبي متخصص احمد ناصري وايي، میګرن یو ډول شدید او ضربهلرونکی سردرد دی چې معمولاً له زړهبدوالي او د رڼا او غږ پر وړاندې له حساسیت سره مل وي.
هغه ټینګار کوي چې دا ناروغي په ښځو کې د نارینهوو په پرتله دوه تر درې برابره ډېره لیدل کېږي او د فشار، ستړیا او هورموني بدلونونو په څېر بېلابېل عوامل پهکې رول لري.
«میګرن یو ډول شدید او ضربان لرونکی سردرد دی چې معمولاً له زړهبدوالي او د رڼا او غږ پر وړاندې له حساسیت سره مل وي. دا ناروغي په ښځو کې ډېره لیدل کېږي او د فشار، ستړیا او هورموني بدلونونو په څېر عوامل پهکې رول لري.»
په همدې حال کې، د نسايي ولادي ډاکټره فاطمه حسيني د دې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې د هورمونونو پر مهم رول ټینګار کوي.
هغه وايي، هورموني بدلونونه په ځانګړي ډول د حیض پر مهال، په ښځو کې د میګرن د شدید کېدو له اصلي لاملونو څخه دي او په ځینو مواردو کې د امېندوارۍ پر مهال کمېږي.
«هورموني بدلونونه، په ځانګړي ډول د حیض پر مهال، د میګرین د شدیدېدو لامل کېږي. د امېندوارۍ پر مهال په ډېرو مواردو کې کمېږي، خو په ځینو ښځو کې دوام پیدا کوي او باید د ډاکټر تر څار لاندې وي.»
میګرن یوازې یو جسمي درد نهدی، بلکې د ښځو پر رواني وضعیت، ورځنیو فعالیتونو او د ژوند پر کیفیت ژور اغېز کوي.
خو د عامه پوهاوي زیاتوالی، پر وخت ډاکټر ته مراجعه او د روغتیايي سپارښتنو مراعتول کولی شي د دې ناروغۍ په کنټرول کې مرسته وکړي او ناروغانو ته ارامه ژوند برابر کړي.