
له چین سره د هوکړهلیکونو لاسلیک؛ د صادراتو پراختیا لپاره هڅې
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، چین ته د وروستي سفر پرمهال یې ۳ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې موخه یې د

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، چین ته د وروستي سفر پرمهال یې ۳ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې موخه یې د

له ایران څخه تخار ولایت ته د زرګونو افغانانو د جبري راستنېدو څو میاشتې تېرې شوي، خو ډېری یې لاهم د سرپناه نشتوالي، وزګارتیا او لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملخانو د یرغل له امله یې د شاوخوا ۱۲۰۰هکټاره کرنیزې ځمکې د حاصلاتو د لهمنځه تلو مخنیوی کړی دی.

هېواد کې د جګړو، اقلیمي بدلونونو او کله هم د غوره تحصیلي یا اقتصادي فرصتونو د لټون په موخه، اوږدې مودې راهیسې میلیونونه افغانان په کوردننه بېځایه شوي.
دې بهیر کې خلک بېلابېلې تجربې لري، ځینې د نوې چاپېریال سره د ځان عیارولو په هڅه کې بریالي کېږي، خو ځینې له ستونزو سره مخ وي چې د ژوند پر کیفیت او ثبات یې اغېز کوي.

له پرلهپسې وچکاليو وروسته، سږکال هرات کې ورښتونو د غلو او حبوباتو د حاصلاتو د زياتېدو نوې هيلې راژوندۍ کړي. د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، د للمي کښتونو وضعیت نسبتآ ښه شوی او د سږکال ورښتونه د کرنې او کروندګرو لپاره يو هیلهبښونکی فصل رامنځته کولی شي.

د لوګر په محمداغې ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.
د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د والیبال فدراسیون په همکارۍ د ولایت په کچه تنظیم شوې وې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې ۳۲ وحشي مرغان له ناقانونه نیونې وروسته بېرته خپل طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.

اوکرایني ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو په یوه پراخ عملیات کې د روسیې بېلابېل اهداف په نښه کړي چې پهکې د بالتیک سمندر په غاړه د پریمورسک د تېلو بندر هم شامل دی.
دغه بریدونه د اورلګېدنې او د مهمو زېرمو د زیان لامل هم شوي دي.

د افغانستان بانک د تېر لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۱۱۰ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي. د دغه بانک ویاند حسیبالله نوري وویل، توانېدلی چې په معقولو پولي سیاستونو سره، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتي.

ایراني چارواکو اعلان کړی چې درې کسان یې د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره د همکارۍ او د تاوتریخوالي د هڅونې په تور اعدام کړي دي.
د نیمه رسمي فارس خبري اژانس د راپور له مخې، اعدام شوي کسان مهدي رسولي، محمدرضا میري او ابراهیم دولتابادي پېژندل شوي دي.

د ایران پوځ په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که بهرني ځواکونه، په ځانګړي ډول د امریکا پوځ، د هرمز تنګي ته د ننوتلو هڅه وکړي، نو له برید سره به مخ شي.
دغه خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه سمندري ماموریت د پیل اعلان وکړ، څو هغه بېړۍ چې د هرمز په تنګي کې بندې پاتې دي، خوندي لارښوونه او بدرګه کړي.

سره له دې چې ډاکټران د امېندوارۍ پرمهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له نهجبرانېدونکو پایلو خبرداری ورکوي، خو ځینې ښځې سلاموطندار ته وایي، د امېندوارۍ په موده کې تاوتریخوالي سره مخ شوي، داسې تاوتریخوالی چې ان د هغوی د جنین د سقط لامل شوی.
دغه ښځې وایي، ډېری وخت د لور د زېږېدو د احتمال له امله ورسره تاوتریخوالی شوی.