سره له دې چې ډاکټران د امېندوارۍ پرمهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له نهجبرانېدونکو پایلو خبرداری ورکوي، خو ځینې ښځې سلاموطندار ته وایي، د امېندوارۍ په موده کې تاوتریخوالي سره مخ شوي، داسې تاوتریخوالی چې ان د هغوی د جنین د سقط لامل شوی.
دغه ښځې وایي، ډېری وخت د لور د زېږېدو د احتمال له امله ورسره تاوتریخوالی شوی.
زرلښت د خپلې امېندوارۍ میاشتې په هیله او خوښۍ تېرولې، خو کله چې ډاکټرانو ورته وویل، د نجلۍ مور به شي، مېړه او کورنۍ یې خفه شول.
له دغې موضوع څو ورځې وروسته د هغې او مېړه ترمنځ داسې شخړه کیږي چې ډېر دردناکه پای یې درلود.
د غوسې او تاوتریخوالي پرمهال یې مېړه پر خېټه سخت ګوزار کوي، لږ وروسته شدیده وینهبهېدنه پیلیږي او زرلښت هغه ماشومه چې میاشتو میاشتو یې په هیله روزله، د تل لپاره له لاسه ورکوي.
زرلښت اوس له غمیزې سره ژوند کوي. د هماغه تریخ برخلیک د تکرارېدو وېره یې پر ژوند سیوری غوړولی.
«د امېندوارۍ په شپږمه میاشت کې وم، معاینې ته ولاړم. ډاکټرانو وویل نجلۍ ده. زه ډېره خوشحاله وم، خو کله چې مې په کور کې وویل، هېڅوک خوشحاله نهشول او احساس مې وکړ چې خپه دي. یوه ورځ مې له مېړه سره شخړه وشوه، هغه په لرګي پر خېټه ووهلم، وینهبهېدنه مې پیل شوه. کله چې روغتون ته یې یوړم، ویل یې ماشومه په رحم کې مړه شوې. ډېر مې وژړل، خو هېڅ چاره نه وه. اوس یوازې ناسته له ځان سره خبرې کوم، ډېرې رواني ستونزې راته پیدا شوي. ډېره وېرېږم که بیا امېندواره شم او ماشومه مې نجلۍ وي، بیا به راسره څه وکړي.»
۲۹ کلنه نظيفه او ۳۴ کلنه زرمينې هم ورته کیسې لري او د داسې تاوتريخوالو یادونه کوي چې د جنین د له منځه تلو لامل شوي.
نظيفه وايي: «د امېندوارۍ پرمهال به یې راته ویل چې وهي دې، په ځانګړي ډول خواښې مې ویل له نس څخه دې هلک نه راوځي، خدای دې هېڅ جوره نهکړي. بله چاره مې نه لرله، ناسته به وم او ژړل مې. راته ویل به یې ته بوډۍ یې، اولاد نه راوړې. ویل به یې لوڼې دې نه خوښو، زوی دې خوښو.»
زرمينه وايي: «د مېړه له خوا وهل ټکول کېدم، ان څو ځله مې لاس مات شوی. یو ځل مې ماشوم هم سقط شو. ډېره به مې ویل مه مې وهه، بس دی، نور ستړې شوې یم، خو هېڅ یې خبرې نه اورېدې، تر هغې چې څوک به راغلل او زه به یې ترې خلاصه کړم. د همدې تاوتریخوالو له امله زما د اولادونو روحي حالت هم ډېر خراب شوی.»
بل لور ته، ډاکټران د امېندوارۍ پر مهال د تاوتریخوالي د جسمي او رواني زیانونو په اړه خبرداری ورکوي او وایي، دا چاره د ښځو او ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېز لري.
د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره سعیده سعیدي وایي: «د امېندوارۍ پرمهال تاوتریخوالی د مور او جنین لپاره د خطر له عواملو څخه دي او یوازې فزیکي زیان پورې محدود نه دی. رواني فشار هم جدي پایلې لرلی شي او د وخت نه مخکې زېږون خطر زیاتوي. همدارنګه، خېټې ته ضربه کېدی شي د جفت جلا کېدو، وینې بهېدو، د رحم څېرېدو او ان د رحم دننه د جنین مړینې لامل شي.»
ارواپوه محمدالله بلوچ وایي، د امېندوارۍ پر مهال تاوتریخوالی د مور لپاره رواني فشارونه رامنځته کوي چې دا چاره د ناغوښتل شوي سقط زمینه برابرولی شي.
«د اومېندواره ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی بېلا بېل ډول ناوړه اغېزې لري، لومړی رواني فشارونه زیاتوي چې د سقط یا د جنین د روغتیا د زیانمنېدو لامل کېدی شي. دویم، په مور کې خپګان رامنځته کوي چې په پایله کې ماشوم ته جدي زیان رسېږي. درېیم، د ښځې په خوی او چلند کې ګډوډي پیدا کوي چې د جنین په مغز کې د هورمونونو کچه راکموي او د جنین د ودې بهیر ګډوډوي.»
دیني عالمان له شرعي پلوه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړي ډول د امېندواره ښځو ځورول، حرام ګڼي.
دیني عالم قطبالدین مجتهد وایي، هېڅوک حق نه لري پر امېندواره ښځه تاوتریخوالی وکړي، خو که داسې وشي او له امله یې جنین له منځه ولاړ شي، نو د حنفي فقهې له مخې پر مرتکب کس د «غُرّه» حکم لازمېږي.
«په حنفي فقهه کې که مېړه یا بل څوک پر امېندواره ښځه ګوزار وکړي او د دغه ګوزار له امله جنین زیانمن شي او سقط شي، مړ جنین راوځي، نو غُرّه واجبېږي، یانې یو مریی یا د هغه بیه چې زموږ په زمانه کې په پیسو ټاکل کېږي، باید ورکړل شي. که جنین ژوندی وزېږي او وروسته مړ شي، نو بشپړ دیت واجبېږي.»
غُرّه هغه مالي بدل دی چې د مور د وهلو یا زیانمنېدو له امله د جنین د سقط په بدل کې ورکول کېږي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په دې اړه سلاموطندار ته وایي: «په افغانستان کې نږدې په هر دوو کورونو کې په یوه کور کې تاوتریخوالی موجود دی. په دې برخه کې موږ په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰ زره قضیې لرلې چې د ښځو کورنۍ ستونزې پکې حل شوي. داسې ورځې ډېرې کمې وي چې وزارت ته د هېواد په کچه د تاوتریخوالي کچه له ۳۵ سلنې لوړه راشي. هره ورځ شاوخوا ۱۰ قضیې د تاوتریخوالي او کورنیو ستونزو په تړاو ثبتېږي چې تعقیبېږي او حل کېږي.»
په داسې حال کې چې د امېندواره ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی د مور او جنین روغتیا ګواښي، خو ډېری قربانیانې لا هم دولتي ادارو ته مراجعه نهکوي او له قانوني ملاتړ پرته لا هم په کورنیو کې روان تاوتریخوالی زغمي.