د افغانستان بانک د تېر لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۱۱۰ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.
د افغانستان بانک پر اېکسپاڼه د خپرو شوو مالوماتو له مخې، دغه بانک د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په وري میاشت کې په څلورو ځلونو کې ۶۵ میلیون ډالر، غويي میاشت کې یو ځل ۱۵ میلیون ډالر، غبرګولي میاشت کې یو ځل ۱۵ میلیون ډالر او چنګاښ میاشت کې هم په یو ځل ۱۵ میلیون ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.
د دغه بانک ویاند حسیبالله نوري سلاموطندار ته وویل، دغه بانک توانېدلی چې په معقولو پولي سیاستونو سره، تېر یوه کال کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتي.
هغه زیاته کړه: «دامهال افغانۍ د سیمې د هېوادونو په کچه د غوره ثباتلرونکو پولي واحدونو په قطار کې ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې پر ثبات او ارزښت د خلکو باور لوړېږي او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې هم کارونه زیاته شوې. د بازار اړتیا ته په کتو او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره ډالر لیلامیږي.»
د افغانستان بانک ویاند د مالوماتو له مخې، تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د امریکايي ډالرو پر وړاندې ۱۰.۷۷ سلنه لوړ شوی.
خو د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري، وږې، تله، لړم، لېندۍ، مرغومې، سلواغه او کب میاشتو کې بیا د افغانستان بانک له لوري ډالر نه دي لیلام شوي.
ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان بانک له لوري د ډالرو لیلام د افغانۍ د لنډمهال ثبات لپاره اغېزناک بولي، خو د اوږدمهال لپاره یې کافي نهګڼي.
دوی د صادراتو پر زیاتوالي، د بهرنۍ پانګې پر جذب او د اقتصادي بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي محمد شبیر بشیري سلاموطندار ته وویل: «د دالرو لیلام یو غیر ستراتیژیک لنډمهاله عمل دی، دوامدار نهدی، خو د اوسنیو شرایطو لپاره دا یو ښه عمل دی. په دوامداره توګه د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره اړتیا ده چې اقتصادي زېربناوې پیاوړې او له اقتصادي خوځښتونو او فعالیتونو ملاتړ وشي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي امېدالله قاسمزي هم سلاموطندار ته وویل، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره د افغانستان بانک پالیسۍ اغېزمنې ثابتې شوي.
خو نوموړی د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره یوازې د ډالرو لیلام کافي نهبولي او وايي، د افغانستان بانک باید په نورو لارو چارو هم غور وکړي.
هغه زیاته کړه: «واردات او صادرات باید ښه مدیریت شي، افغانستان کې باید په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وشي، د غیر ضروري توکو له واردولو مخه ونیول شي، په صادراتو ډېر تمرکز وشي او افغانستان کې په فرصتونو او بېلابېلو سرچینو پانګونه وشي، څو د افغانۍ ارزښت په سمه توګه وساتل شي.»
د یادونې ده چې د افغانستان بانک د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۲۳ ځلونو کې ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.


