Asset 1SWN

سلام وطندار

اوکراین د روسیې د تېلو پر مهمو تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي

Firefighters work to extinguish fire at a terminal belonging to Novatek, Russia's largest liquefied natural gas producer, in the port of Ust-Luga, Russia, January 21, 2024. Head of Administration of Kingiseppsky District of Leningrad Region Yuri Zapalatsky Telegram channel via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE HAS BEEN SUPPLIED BY A THIRD PARTY. NO RESALES. NO ARCHIVES. MANDATORY CREDIT.

اوکرایني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو په یوه پراخ عملیات کې د روسیې بېلابېل اهداف په نښه کړي چې په‌کې د بالتیک سمندر په غاړه د پری‌مورسک د تېلو بندر هم شامل دی.

دغه بریدونه د اورلګېدنې او د مهمو زېرمو د زیان لامل هم شوي دي.

د «رویټرز» خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي ویلي چې یاد عملیاتو د روسیې د تېلو زېربناوو ته «د پام وړ زیان» رسولی او د دې هېواد د جګړې د وړتیا یوه برخه یې کمزورې کړې ده.

د روسیې چارواکو ادعا کړې چې له ۶۰ څخه زیاتې بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړي او زیاتوي چې د پری‌مورسک بندر اورلګېدنه ژر تر کنټرول لاندې راغلې او د تېلو د خپرېدو پېښه نه‌ده ثبت شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو راپورونه وایي چې په نورو سیمو کې بریدونو انساني تلفات هم لرلي چې په بلګورود سیمه کې د دوو کسانو وژل‌کېدل او د څو نورو ټپي کېدل په‌کې شامل دي.

اوکراین همدارنګه ادعا کړې چې د تور سمندر په ساحه کې یې د نووروسیسک بندر ته نږدې ځینې تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي. کېیف وایي، دا بریدونه د روسیې د انرژۍ د صادراتو د کمزوري کولو لپاره د اوږدې مودې ستراتیژۍ برخه ده.

کرملین د دغو پېښو په اړه محتاط غبرګون ښودلی، خو خبرداری یې ورکړی چې که د روسیې د تېلو صادرات کم شي، دا کولی شي د نړیوالو تېلو بیې لوړې کړي چې اوس هم د هر بیرل لپاره له ۱۲۰ ډالرو پورته دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام