Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په ۱۰۵ میلیون افغانۍ تفریحي کمپلکس جوړیږي

خوست تفریحي کمپلکس

خوست کې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا د ۱۰۵ میلیون افغانیو په لګښت د يو عصري تفریحي کمپلکس جوړولو چارې پیل شوې.

د خوست د والي مرستیال مولوي محبوب شاه قانت د ياد کمپلکس د چارو پيل مراسمو کې ویلي، د خوست ښار د خپلواکۍ منار ترڅنګ، د دغه تفريحي کمپلکس د جوړېدو قرارداد د شلو کلونو لپاره له «هارون رشید صدیقي» خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی.

هغه وویل، دغه کمپلکس چې لوی هوټل، مېلمستون او عصري سونا به ولري، په ۳ جريبه ځمکه کې د سیاحت، تفریح او خدماتي سکټور پیاوړتیا او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه جوړيږي.

هغه له نورو سوداګرو او پانګه‌والو هم وغوښتل چې خوست کې پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصادي ودې او آبادۍ برخه شي.

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرمحمد ذبیح هم له سوداګرو وغوښتل چې د هېواد په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي او د اجارې له لارې خپلې پانګونې پراخې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام