Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې د ځمکې ښویېدو له امله ۴ کسانو ژوند بایللی

Yaawaan-Badakhshan-pnu779ocb0drvyxg47xctovw4mrv4gmhjt9kclvibs

د بدخشان ځايي مسوولان وايي، په یمګان ولسوالۍ کې د ځمکې ښوویېدنې له امله څلور کسانو ژوند بایللی.

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د ښوونې او روزنې مدیر حافظ عبدالمتعال راسخ ویلي، دا پېښه نن جمعه له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۱۵ بجې د یمګان ولسوالۍ «وجن اوشنګان علیا» کلي کې شوې.

د هغه په وینا، دغه تنکي ځوانان د تنور جوړولو لپاره د خټو او ګل راټولولو په حال کې وو چې ناڅاپه د ځمکې ښوویېدنې لاندې شول او ژوند یې له لاسه ورکړ.

ښاغلي راسخ زیاته کړې چې د پېښې د قربانیانو عمرونه ۱۰، ۱۳، ۱۵ او ۱۳ کاله دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د یمګان ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوویېدنې پېښې، په ځانګړي ډول د پسرلي په موسم کې، تل د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام