د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران نن جمعه سهار وختي پرې د ډرون او توغندیو بریدونه کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو ځواب به ورکړي.
دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د ایرانسپاهپاسداران سمندري ځواک ویلي، د امریکا پوځ لهخوا د اوربند د نقض او تېري په تعقیب، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پراخ ګډ عملیات ترسره شول چې له امله یې امریکا ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.