د ایران پوځ په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که بهرني ځواکونه، په ځانګړي ډول د امریکا پوځ، د هرمز تنګي ته د ننوتلو هڅه وکړي، نو له برید سره به مخ شي.
دغه خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه سمندري ماموریت د پیل اعلان وکړ، څو هغه بېړۍ چې د هرمز په تنګي کې بندې پاتې دي، خوندي لارښوونه او بدرګه کړي.
د ایران پوځ ویلي چې د هرمز تنګي امنیت د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو په لاس کې دی او هر ډول خوندي تګراتګ باید د همدې ځواکونو په همغږۍ وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه زیاتوي: «موږ به د هرمز تنګي امنیت په پوره ځواک وساتو او ټولو سوداګریزو بېړیو او تېل وړونکو ته خبر ورکوو چې پرته له همغږۍ دې د تګ هڅه نه کوي، ځکه دا کار به د هغوی امنیت له خطر سره مخ کړي.»
ایراني پوځ همدارنګه ټینګار کړی چې هر بهرنی پوځ، په ځانګړي ډول د امریکا ځواکونه، که د تنګي د نږدېکېدو یا ننوتلو هڅه وکړي، نو مستقیم برید به پرې وشي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوالو تېلو د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي او هر ډول تاوتریخوالی پهکې کولای شي د نړیوال اقتصاد پر حالت ژور اغېز ولري.